د افغانستان لپاره د امریکا سفارت شارژدافیرې ویلي چې له امریکا د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوو.
کرن ډېکر تېر ماښام پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چې هېواد به یې د افغانانو د بشري حقونو او ثبات لپاره د افغانانو ملاتړ پرېنږدي.
هغې زیاته کړې چې افغانستان کې د دوی د ځواکونو قرباني هم د هېرېدلو نه ده.
نوموړې داسې مهال دا څرکندونې کوي چې تازه د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام په افغانستان کې د سخت ژمي په راتلو د افغانانو پر وضعیت اندېښنه څرګنده کړې وه.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27482